Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 3:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې تا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 3:21
8 Iomraidhean Croise  

هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.


ابنير داؤد له پېغام وړُونکى ورولېږل، چې هغه په هغه وخت کښې په حبرون کښې وو، چې داسې ورته ووائى، ”په دې مُلک به څوک بادشاهى کوى؟ زما سره يو تړون وکړه او زۀ به ستا مدد وکړم چې ټول بنى اِسرائيليان په بادشاه جوړېدو کښې ستا ملګرتيا وکړى.“


کله چې ابنير په حبرون کښې داؤد له د شلو سړو سره راغلو، نو داؤد هغوئ له يوه مېلمستيا وکړه.


نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


يربعامه، زۀ به تا د اِسرائيل بادشاه جوړ کړم او تۀ به په هغه ټوله علاقه بادشاهى کوې چې ستا زړۀ يې غواړى.


هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.


ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan