20 کله چې ابنير په حبرون کښې داؤد له د شلو سړو سره راغلو، نو داؤد هغوئ له يوه مېلمستيا وکړه.
اِسحاق هغوئ له غټه مېلمستيا وکړه او هغوئ خوراک څښاک وکړو.
هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه.
ابنير د بنيامين قبيلې خلقو ته هم ووئيل او بيا حبرون ته لاړو چې داؤد ته ووائى چې د بنيامين قبيله او بنى اِسرائيل داسې کولو ته راضى شوى دى.
ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې تا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.
د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو.
ابىجيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.