16 فلطىايل په هغې پسې د بحوريم ښار پورې روان وو او ژړل يې. خو چې کله ورته ابنير ووئيل چې، ”واپس کور ته لاړ شه،“ نو هغه لاړو.
کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول.
خو يوه ورځ يو هلک هغوئ وليدل او هغۀ ابىسلوم ته ووئيل، نو هغوئ تېز لاړل چې په بحوريم کښې د يو سړى په کور کښې پټ شى. د هغۀ د کور سره نزدې د هغۀ کوهے وو او هغوئ هغه کوهى ته ورکوز شول.
هم په هغه وخت د بحوريم د علاقې د جيرا زوئ سِمعى بنيامينے د اُردن سيند له تېز لاړو چې د داؤد بادشاه سره مِلاو شى.
د هغۀ سره د بنيامين د قبيلې زر سړى وُو. او د ساؤل د خاندان نوکر ضيبا هم د خپلو پينځلسو زامنو او شلو نوکرانو سره راغلو او هغوئ د بادشاه نه مخکښې د اُردن سيند نه پورې وتل.
نو اشبوست هغه د خپل خاوند د ليس زوئ فلطىايل نه بوتله.
په بنيامين کښې د بحوريم ښار د جيرا زوئ سِمعى هم دے. کله چې زۀ محنايم ته تلم نو هغۀ ما ته سختې ښېرې کولې، خو چې کله هغه د اُردن سيند سره ما سره مِلاو شو، نو ما د مالِک خُدائ په نوم د سِمعى سره پوخ لوظ وکړو چې زۀ به هغه نۀ وژنم.
نو اِسمٰعيل د اوښکو نه په ډکو سترګو سره د مصفاه نه بهر ووتو او د هغه کسانو سره د ملاقات دپاره لاړو. کله چې هغه هغوئ ته ورسېدلو نو ورته يې ووئيل چې، ”راشئ، وګورئ چې د جدلياه د اخيقام زوئ سره څۀ شوى دى.“