14 او داؤد اشبوست له هم پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له خپله ښځه ميکل واپس راکړه. ما د هغې د ودېدو دپاره سل فلستيان وژلى دى.“
هغه د څلوېښتو کالو وو چې هغه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه. خو د يهوداه قبيلې خلق د داؤد وفادار وُو،
نو اشبوست هغه د خپل خاوند د ليس زوئ فلطىايل نه بوتله.
کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو.
نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده.
او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.)
داؤد او د هغۀ سړى لاړل او دوه سوه فلستيان يې ووژل. هغۀ د هغوئ د سنتېدو څرمن راوړه او ټول په شمېر کښې پوره وُو، د دې دپاره چې زوم يې جوړ شى. نو ساؤل خپله لور داؤد له ورکړه چې وادۀ يې کړى.
په دې دوران کښې، د داؤد چې کومه ښځه وه او د ساؤل لور وه، ساؤل هغه د داؤد نه خلاصه کړه او د ليس زوئ فلطى له ورکړه. فلطى د جليم د ښار وو.