دوېم سموئيل 3:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 کومو فوجيانو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل. Faic an caibideil |
چې کله داؤد په حبرون کښې وو نو د عُمر په ترتيب يې دا زامن پېدا شوى وُو: امنون، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه. دانيال، چې د هغۀ مور د کرمل ابىجيل وه. ابىسلوم، چې د هغۀ مور معکه وه او معکه د جسور د تلمى بادشاه لور وه. ادونياه، چې د هغۀ مور حجيت وه. سفطياه، چې د هغۀ مور ابيطال وه. اِترعام، چې د هغۀ مور عِجلاه وه.