8 نو نهۀ مياشتې او شل ورځې پس هغوئ يروشلم ته راواپس شول، چې په ټول مُلک کښې يې سفر کړے وو.
بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل.
هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو.