Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:7
10 Iomraidhean Croise  

نو داؤد د خپل لښکر مشر يوآب له حُکم ورکړو، ”د خپلو آفسرانو سره د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته لاړ شه د يو سر نه تر بل سره پورې وګرځه او خلق وشمېره. زۀ دا معلومول غواړم چې هغوئ څومره دى.“


نو نهۀ مياشتې او شل ورځې پس هغوئ يروشلم ته راواپس شول، چې په ټول مُلک کښې يې سفر کړے وو.


د صور خلقو ځان دپاره پخه قلعه جوړه کړه، او هغې سپين زر لکه د خاورې ډيرى، او سرۀ زر يې لکه د کوڅو د ګندونو په شان راغونډ کړل.


هغۀ کنعانيانو له چې د اُردن سيند په دواړو طرفونو باندې اوسېدل، او اموريانو، حِتيانو، فرزيانو او د غرونو په مُلک کښې يبوسيانو له هم خبر ورولېږلو او داسې هغه حِويانو له يې هم خبر ورولېږلو چې هغوئ د مصفاه په مُلک کښې د حرمون غرۀ په لمن کښې اوسېدل.


عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو.


سرحد بيا د راما طرف ته تاو وو او د پَخو دېوالونو ښار صور ته رسېدلے وو، بيا دا حوسه ته تاو وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. په دې کښې مهلاب، اکزيب،


چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى د سمندر غاړې سره د شمال په طرف د لبنان غرونو پورې اوسېدل.


خو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ تاسو سره څنګه معاهده وکړُو؟ کېدے شى چې تاسو د نزدې ځائ اوسېدونکى يئ.“


په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan