Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 او د حِتيانو په علاقه کښې جِلعاد او قادِس ته روان وُو. بيا هغوئ دان ته لاړل او د دان نه هغوئ نمرپرېواتۀ طرف صيدا ته لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:6
10 Iomraidhean Croise  

د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت،


د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې راواخستل او په تېزۍ سره لاړو. هغه د فرات د سيند نه پورې وتلو او د غرونو مُلک جِلعاد ته روان شو.


د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه،


د منسى زوئ مکير قبيلې د جِلعاد په مُلک حمله وکړه او هغه يې ونيولو او هلته چې کوم اموريان وُو هغه يې ترې نه وشړل.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو.


کله چې د دان د خلقو نه زمکه لاړه، نو هغوئ لشم ته لاړل او حمله يې پرې وکړه. هغه يې قبضه کړو، د دې خلق يې ووژل او په مُلک باندې يې خپله دعوىٰ وکړه. هغوئ هلته اوسېدل او د هغه ښار نوم يې د لشم نه دان ته بدل کړو، يعنې د خپل پلار نيکۀ نوم دان يې ورباندې کېښودو.


د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan