Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغوئ د اُردن سيند نه واوړېدل او د عروعير جنوبى طرف ته يې خېمې ولګولې، دا ښار د جاد په علاقه کښې د يعزير د وادۍ په مينځ کښې وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:5
12 Iomraidhean Croise  

خو بادشاه په يوآب او د هغۀ په آفسرانو باندې د هغۀ حُکم ومنلو، هغوئ د هغۀ د حضور نه روان شول او د بنى اِسرائيلو خلقو شمېرلو له لاړل.


د عروعير ښارونه به د همېشه دپاره په کنډرو بدل شى. دا به د ګډو او څاروو دپاره د څرن زمکه وګرځى، چې هيڅ څوک به يې ترې نه نۀ شړى.


او موسىٰ کسان ولېږل چې په يعزير ښار باندې حمله کولو دپاره ښۀ لاره معلومه کړى. بنى اِسرائيلو دا او ګېرچاپېره ښارونه ونيول او چې کوم اموريان هلته اوسېدل هغه يې وشړل.


د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه،


”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلى‌عالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى.


ورسره د عطروت، شوفان، يعزير، يګبها،


مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.


د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه د عروعير پورې او د هغه وادۍ تر مينځ ښار پورې خوره وه او په دې کښې د ميدبا نه ګېرچاپېره ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.


د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے،


د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.


ورسره د عروعير، سِفموت، استموع،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan