25 بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.
نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.
کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربانګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربانګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو.
نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربانګاه کښې يې وسوزول.
بيا هغوئ د بنيامين په علاقه ضِلع کښې د ساؤل پلار قيس په قبر کښې د ساؤل او د يونتن هډُوکى ښخ کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. او د هغې نه پس خُدائ پاک د هغوئ د مُلک دپاره سوال قبول کړو.
داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“
داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.
نو بيا به زما غصه سړه شى او زما د غېرت قهر به سوړ شى، او زۀ به په آرام شم او نور به تا ته نۀ غصه کېږم.
چې څوک هم د مالِک خُدائ خېمې ته نزدې ورشى، نو هغه به مړ شى، نو مونږ خو ټول مرګِ حال يُو.“
بل سحر وختى خلقو هلته يو قربانګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې.
جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.
نو هغۀ ورته ووئيل، ”ما له سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې راوړئ.“ او هغۀ په خپله يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کړه،
ساؤل مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه، دا وړومبۍ قربانګاه وه چې هغۀ جوړه کړه.
بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه هم جوړه کړې وه.
سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده.