Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 خو بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به د دې قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته هغه څۀ په نذرانه کښې نۀ پېش کوم چې مفت مِلاو شى.“ نو هغۀ درمند او غوَيى د سپينو زرو په پنځوسو سيکو باندې واخستل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:24
8 Iomraidhean Croise  

او عِفرون ته يې وفرمائيل، ”د دې ګواهانو په مخکښې، زۀ تا له د دې پټى پوره قيمت درکوم، چې خپله ښځه ښخه کړم. دا قيمت زما نه قبول کړه.“


اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې.


شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى.


نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربان‌ګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“


د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan