Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 اروناه ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، وايې خله او چې څۀ دې خوښ وى نو هغه مالِک خُدائ ته پېش کړه. دا غوَيى دى چې په قربان‌ګاه باندې به يې د نذرانې په توګه وسوزوې، د هغوئ جغونه او د غوبل تختې دا دى چې د سوزولو د لرګو په توګه يې استعمال کړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:22
5 Iomraidhean Croise  

بيا اليشع د خپلې قلبې غوَيو له لاړو او حلال يې کړل او د دې غوښه يې پخه کړه، د جغ نه يې د خشاک کار واخستو. هغۀ غوښه خلقو له ورکړه او هغوئ وخوړله. بيا هغه الياس پسې د هغۀ د نوکر په شان لاړو.


داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“


په دې لوړ ځائ باندې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته يوه صحيح قربان‌ګاه جوړه کړه. بيا هغه دوېم غوَيے بوځه او د يوې قربانۍ په توګه يې پوره وسوزوه، د دې په سوزولو کښې د اشيرې د ستنې لرګى استعمال کړه چې تا ټوټې ټوټې کړې دى.“


ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيت‌شمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيت‌شمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan