21 او تپوس يې وکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دلته د څۀ دپاره راغلې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې ستا درمند واخلم او مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړم، دا د دې دپاره چې وبا ودريږى.“
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.“
اروناه لاندې وکتل او وې ليدل چې بادشاه او د هغۀ آفسران راروان وُو. هغه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتو
خو يوآب بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې بنى اِسرائيليان د اوس نه يو په سل نور هم زيات کړى او ژوندے اوسې چې تۀ يې وګورې. خو بادشاه سلامت، تۀ داسې کول ولې غواړې؟“
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“
خو فينحاس ورمينځ ته شو او مخ نيوے يې وکړو، نو بيا مرض راقابو شو.
او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول،