20 اروناه لاندې وکتل او وې ليدل چې بادشاه او د هغۀ آفسران راروان وُو. هغه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتو
هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو،
په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.
نو داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او چې څنګه جاد ورته وئيلى وُو هغه لاړو.
او تپوس يې وکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دلته د څۀ دپاره راغلې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې ستا درمند واخلم او مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړم، دا د دې دپاره چې وبا ودريږى.“
مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“
روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“