Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او چې څنګه جاد ورته وئيلى وُو هغه لاړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:19
8 Iomraidhean Croise  

نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.


هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.“


اروناه لاندې وکتل او وې ليدل چې بادشاه او د هغۀ آفسران راروان وُو. هغه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتو


داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او لاړو، هم هغه شان کار يې وکړو چې څنګه ورته جاد وئيلى وُو.


په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“


خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.


خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan