18 هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.“
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس،
نو داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او چې څنګه جاد ورته وئيلى وُو هغه لاړو.
نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.
زۀ به د هغوئ د خُلو نه د وينو ډکه غوښه راکاږم، او د هغوئ د غاښونو نه به حرامه قربانى راوباسم. او ژوندى پاتې شوى فلستيان به زمونږ د مالِک خُدائ عبادت وکړى او د يهوداه د يوې قبيلې په شان به شى. د عقرون فلستيان به زما خلقو سره يوځائ شى، لکه څنګه چې پخوانى يبوسى يو ځلى يوځائ شوى وُو.