Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله، چې د هغه سحر نه واخله تر هغه وخت پورې وه چې کوم يې خوښ کړے وو. د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې اويا زره بنى اِسرائيليان مړۀ شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:15
11 Iomraidhean Croise  

نو داؤد د خپل لښکر مشر يوآب له حُکم ورکړو، ”د خپلو آفسرانو سره د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته لاړ شه د يو سر نه تر بل سره پورې وګرځه او خلق وشمېره. زۀ دا معلومول غواړم چې هغوئ څومره دى.“


نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله او د هغوئ اويا زره کسان مړۀ شول.


د ضروياه زوئ يوآب مردم‌شمارى شروع کړه، خو مکمله يې نۀ کړه. خُدائ پاک د مردم‌شمارۍ په وجه بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه، نو ځکه د داؤد بادشاه په سرکارى حِساب کِتاب کښې د هغې آخرى تعداد ونۀ ليکلے شو.


په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.


اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.


خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو.


قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.


ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى.


مالِک خُدائ د بيت‌شمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan