Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:14
28 Iomraidhean Croise  

مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“


په ورپسې سحر وختى د اليشع نوکر پاڅېدو، د کور نه بهر لاړو او شامى لښکر او د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ يې وليدې چې ښار يې محاصره کړے وو. هغه اليشع له واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”زما نېکه، غرق شُو څۀ وکړُو؟“


داؤد جاد ته وفرمائيل، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. ما دې ته مۀ پرېږده چې د انسانانو لاسونو ته حواله شم. زۀ دې مالِک خُدائ ته حواله شم، ځکه چې د هغۀ رحم ډېر لوئ دے.“


ستا رحم ډېر لوئ دے اے مالِکه خُدايه او د خپل شريعت په مطابق دې زما ژوند بچ کړه


خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.


اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.


مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.


د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.


خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.


تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.


صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.


زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.


بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“


خو په هغه ورځ به زۀ تا بچ کړم او تۀ به هغه چا ته حواله نۀ کړے شې د چا نه چې ستا په زړۀ کښې يره ده.


د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.


خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،


هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.


ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.


تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.


خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو.


اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم.


زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،


کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan