دوېم سموئيل 24:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 جاد هغۀ له لاړو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”په دې کښې ستا کوم يو خوښ دے؟ ستا په مُلک کښې درې کاله قحط وى يا درې مياشتې چې خپل دشمن نه منډې وهې يا چې درې ورځې ستا په مُلک وبا راشى؟ اوس په دې باندې سوچ وکړه او ما ته ووايه چې مالِک خُدائ چا چې زۀ رالېږلے يم کوم يو جواب يوسم.“ Faic an caibideil |
د قحط درې کالونه دې خوښ دى؟ يا چې خپل دشمن درباندې درې مياشتې تباهى راولى؟ او يا چې درې ورځې د مالِک خُدائ د تُورې لاندې راشې او هغه ستا په مُلک باندې يوه وبا راولېږى، او د خپلې فرښتې په ذريعه په ټولو بنى اِسرائيلو کښې مرګ راولى؟ نو تۀ فېصله وکړه چې زۀ مالِک خُدائ له څۀ جواب ورکړم، چا چې زۀ رالېږلے يم؟“