دوېم سموئيل 24:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11-12 د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس، Faic an caibideil |
ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“