Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو چې کله داؤد مردم‌شمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:10
27 Iomraidhean Croise  

داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.


داؤد فرښته وليده چې هغې خلق وژل او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”زۀ ګناهګار يم. زۀ هغه کس يم چا چې غلطى کړې ده. دې عاجزو خلقو څۀ کړى دى؟ تا له په کار دى چې ما او زما خاندان له سزا راکړې.“


کله چې تۀ باران ايسار کړې ځکه چې ستا خلقو به ستا خِلاف ګناه کړې وى او بيا چې کله هغوئ توبه وباسى او مخ دې کور ته کړى، ځکه چې تا سزا ورکړې وه،


چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه.


داؤد خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما د دې کار کولو سره يوه سخته ګناه کړې ده. زۀ تا ته سوال کوم چې زما غلطى معاف کړه. ما د ډېر کم عقلتوب نه کار اخستے دے.“


مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“


خو په آخر کښې حزقياه او د يروشلم خلقو خپل ځانونه عاجز کړل، نو ځکه مالِک خُدائ د حزقياه په ژوند کښې خلقو له سزا ورنۀ کړه.


تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“


نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.


نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده.


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ.


هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”صاحِبه، زمونږ د کم عقلتوب د ګناه په وجه دا سزا مونږ له مۀ راکوه.


حرص، بدى، ټګى، بې‌شرمى، کينه، غېبت، مغرورتيا او بې‌وقوفى.


بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.


کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل، او عيسىٰ د هغې ښځې سره يواځې پاتې شو چې د هغۀ په وړاندې ولاړه وه.


تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.


ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.


خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.


سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”داسې کول بې‌وقوفى وه. تا د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکم نۀ دے منلے. کۀ تا منلے وے نو هغۀ به تۀ او ستا اولاد بادشاهان جوړ کړى وئ چې همېشه دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړئ.


خو خپل ضمير داؤد ملامته کړو ځکه چې هغۀ د ساؤل د چُوغې نه يوه ټُکړه پرې کړې وه،


او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“


ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan