Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 24:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته يو ځل بيا غصه شو او د داؤد په ذريعه يې په هغوئ مصيبت راوستلو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د اِسرائيل او د يهوداه خلق وشمېره.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 24:1
23 Iomraidhean Croise  

اوس مۀ خفه کېږئ او مۀ خپل ځانونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بې‌شکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې دلته راولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم.


تاسو زما خِلاف د بدو منصوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، ترڅو چې د ډېرو خلقو ژوند بچ کړى کوم چې نن ژوندى پاتې دى.


مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ به ستا د خپل خاندان نه څوک د دې سبب وګرځوم چې په تا مصيبت راولى. تۀ به خپلو سترګو ګورې چې زۀ به ستا نه ښځې بوځم او بل سړى له به يې ورکوم، او هغه به په رڼا ورځ ورسره څملى.


بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“


نو يورام سمدستى د سامريه نه لاړو او خپل ټول فوجيان يې راغونډ کړل.


شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى.


د تولع شپږ زامن وُو: عُزى، رفاياه، يرى‌اېل، يحمى، ابسام او سموئيل. هغوئ د تولع د قبيلې اولنى مشران وُو. د داؤد بادشاه په زمانه کښې د دې ډلو د ټولو تکړه فوجيانو شمېر دوويشت زره او شپږ سوه وو.


دا ټول د آشر اولاد وو. هغوئ د خپلو ډلو اولنى مشران، تکړه او مشهور جنګيالى او داسې مشران وُو چې مثال يې نۀ وو. د آشر په اولاد کښې شپږويشت زره داسې سړى وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.


خو حزقياه ډېر زيات مغروره وو او د هغه څۀ شکريه يې ادا نۀ کړه چې مالِک خُدائ د هغۀ دپاره کړى وُو، نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصه په هغۀ، په يهوداه او يروشلم نازله شوه.


خو زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم. کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې او معجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او دوئ له به سخته سزا ورکړم. او زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه وباسم.


او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.


ما هغوئ فضول قانون او اصُولو ته حواله کړل کوم چې د ژوند طرف ته نۀ وُو روان.


بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.


هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل.


چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.


په دې وجه به خُدائ پاک هغوئ سخت بې‌لارې کړى او هغوئ به په دروغو يقين ساتى.


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى.


نو مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر شو او وبه يې فرمائيل، ”دې نسل هغه لوظ مات کړے دے چې ما يې د دوئ پلار نيکۀ له د پوره کولو حُکم ورکړے وو. ځکه چې دوئ زما نافرمانى کړې ده،


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan