9 د هغه درېو مشهورو نه دوېم د اخيو د قبيلې د دودو زوئ اِلىعزر وو. يوه ورځ چې فلستيان راغونډ وُو نو هغۀ او داؤد ورته وفرمائيل چې زمونږ سره جنګ وکړئ. نو اِسرائيليان ټول وتښتېدل،
ابيسوع، نعمان، اخوع،
خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى.
”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو. ما په غصه کښې هغوئ نچوړ کړى دى او د قهر نه پرې ګرځېدلے يم. د هغوئ د وينې دارې زما په کپړو پرېوتې دى او زما جامې په وينو سرې شوې دى.
زۀ حېران شوم چې هيڅوک نۀ وو چې خلاصے يې کړے وے او د مظلومانو مدد يې کړے وے. نو زۀ پخپله وروړاندې شوم چې هغوئ د خپل مضبوط لاس سره بچ کړم. او زما غصې زما مدد وکړو.
نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.
زۀ وايم چې نن د بنى اِسرائيلو په لښکر کښې داسې څوک شته چې زما سره جنګ وکړى ما له داسې سړے راکړئ چې مونږ دواړه جنګ وکړُو.“
داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بېعزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“
ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.