6 خو بد کاره خلق د غورزولے شوو ازغو په شان وى، چې هيڅ څوک يې هم په خالى لاسونو سره نۀ شى راخستلے.
دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې.
په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“
لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه، زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.
زما غصه اوس يخه شوې ده. خو کۀ په دې باغ کښې ازغى او مرکونډۍ وشول نو زۀ به ورسره جنګ وکړم او ټول به وسوزوم.
قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى.
خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.
د هغوئ د ټولو نه ښۀ هم لکه د ازغن بوټى په شان دے، د هغوئ ډېر نېکان د ازغن بوټو د ډېرى نه هم خراب دى. خو ستاسو د فېصلې ورځ راغلې ده، ستاسو د سزا او وارخطايۍ وخت رارسېدلے دے.
د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.
دغه شان په آخره کښې به اِبن آدم خپلې فرښتې ولېږى او د هغۀ د بادشاهۍ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چې سړے پرې تيندک خورى او هغه ټول خلق چې بېشرعې کارونه کوى
چې ستاسو د قوم څۀ لوفرانو خلقو د خپل ښار خلق بېلارې کړى دى چې د هغه معبودانو عبادت وکړى چې تاسو يې کله هم د دې نه مخکښې عبادت نۀ دے کړے.
د عيلى زامن بد عمله کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه
دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“