22 دا د هغه بناياه کارنامې دى چې د هغه درېو تکړه فوجيانو په شان مشهور شو.
نو د يوآب سړى او محافظان د ابيشى سره د يروشلم نه روان شول چې په شيبا پسې لاړ شى.
د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.
هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو غټ سړے چې نېزه ورسره وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په دې باندې يې ووژلو.
هغه په ټولو کښې ښۀ تکړه وو، خو هغه په هغه درېو کښې نۀ شو شمېرلے. داؤد هغه د خپلو محافظانو مشر مقرر کړو.
د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.