21 هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو غټ سړے چې نېزه ورسره وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په دې باندې يې ووژلو.
د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.
دا د هغه بناياه کارنامې دى چې د هغه درېو تکړه فوجيانو په شان مشهور شو.
هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو لوئ سړے چې تقريباً دوه نيم ګزه لوړ وو، د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په هغې باندې يې ووژلو.
دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.
داؤد هغۀ له ورمنډه کړه، دپاسه پرې ودرېدو، د جوليت تُوره يې د کاش نه راوُويسته، سر يې ترې نه پرې کړو او هغه يې مړ کړو. کله چې فلستيانو وليدل چې د هغوئ پهلوان مړ شو، نو هغوئ منډه کړه.