Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 23:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو هغه د هغه درېو نه زيات عزتمند شو او د هغوئ مشر شو، خو هغه په هغه درېو کسانو کښې شمېر نۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 23:19
9 Iomraidhean Croise  

لَو شروع کېدو ته په نزدې وخت کښې د هغه دېرشو کسانو نه درې د عدولام غار ته لاړل، چرته چې داؤد وو، په دې وخت کښې د فلستيانو فوج د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.


هغه درې مشهور فوجيان د فلستيانو کېمپ ته وردننه شول، د کوهى نه يې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلې، او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې.


د يوآب ورور ابيشے چې د هغۀ مور ضروياه وه د هغه دېرشو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درېو سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او وې وژل او د دې په وجه هغه د هغه درېو کسانو په شان مشهور شو.


د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.


د هغه درېو مشهورو نه دوېم د اخيو د قبيلې د دودو زوئ اِلى‌عزر وو. يوه ورځ چې فلستيان راغونډ وُو نو هغۀ او داؤد ورته وفرمائيل چې زمونږ سره جنګ وکړئ. نو اِسرائيليان ټول وتښتېدل،


هغه د هغه دېرشو نه زيات مشهور وو، خو په هغه درېو کښې شامل نۀ وو. داؤد هغه د خپلو ذاتى محافظانو مشر جوړ کړو.


خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پرېوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه راوړى.“


او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش.


هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan