18 د يوآب ورور ابيشے چې د هغۀ مور ضروياه وه د هغه دېرشو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درېو سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او وې وژل او د دې په وجه هغه د هغه درېو کسانو په شان مشهور شو.
هغۀ پاتې لښکر د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې ودرولو، چا چې هغوئ عمونيانو ته مخامخ په صفونو کښې ودرول.
کله چې عمونيانو وليدل چې شاميان تښتى، نو هغوئ د ابيشى نه وتښتېدل او ښار ته راواپس شول. بيا يوآب د عمونيانو نه راواپس شو او يروشلم ته لاړو.
بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،
چې کومه تُوره د يوآب په بل لاس کښې وه نو هغې ته د عماسا خيال نۀ وو او يوآب هغه ورباندې په خېټه ووهلو او کولمې ترې نه بهر په زمکه وغورزېدې، هغه په ټکى مړ شو او يوآب ته د هغۀ د بيا وهلو ضرورت پېښ نۀ شو. بيا يوآب او د هغۀ ورور ابيشے په شيبا پسې روان شول.
نو هغه د هغه درېو نه زيات عزتمند شو او د هغوئ مشر شو، خو هغه په هغه درېو کسانو کښې شمېر نۀ وو.
نو داسې يوآب او د هغۀ ورور ابيشى د ابنير نه بدل واخستلو ځکه چې هغۀ د جبعون په جنګ کښې عساهيل د هغوئ ورور وژلے وو.
د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابىجيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل.
خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى.