دوېم سموئيل 23:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 او وې فرمائيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ دا هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به داسې وى لکه چې زۀ د دې سړو وينې څښم چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو مشهورو فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې. Faic an caibideil |
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.