Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 23:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغه درې مشهور فوجيان د فلستيانو کېمپ ته وردننه شول، د کوهى نه يې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلې، او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 23:16
12 Iomraidhean Croise  

چرته چې خُدائ پاک د هغۀ سره خبرې کړې وې، نو يعقوب يو يادګارى کاڼے ودرولو او وقف يې کړو، مے او تېل يې پرې واچول.


د هغه درېو مشهورو نه دوېم د اخيو د قبيلې د دودو زوئ اِلى‌عزر وو. يوه ورځ چې فلستيان راغونډ وُو نو هغۀ او داؤد ورته وفرمائيل چې زمونږ سره جنګ وکړئ. نو اِسرائيليان ټول وتښتېدل،


نو هغه درېو مشهورو فوجيانو د فلستيانو په فوجى صفونو کښې لار جوړه کړه، د کوهى نه يې لږې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلے او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې


خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى.


”راپاڅه، او په شپه کښې ژړا وکړه، په هره شېبه کښې د مالِک په حضور کښې د خپل زړۀ حال راڅرګند کړه. او خپل لاسونه هغۀ ته پورته کړه د خپلو ماشومانو د ژوند دپاره څوک چې د کوڅو په هر ګوټ کښې د لوږى نه مړۀ کيږى.“


د څښلو نذرانې په توګه د وړومبى ګډُورى سره، يو ليټر مے به په قربان‌ګاه باندې تويَولے شى.


خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.


د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى.


ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول.


خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.


کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“


نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan