14 په دې وخت کښې داؤد په يو محفوظ ځائ کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيتلحم قبضه کړے وو.
چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيتلحم په نوم ياديږى.
کله چې فلستيان خبر شول چې داؤد د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر روان شو چې داؤد ونيسى. کله چې داؤد د دې نه خبر شو نو هغه لاندې د پَخو دېوالونو ځائ ته لاړو.
يو ځل د بنيامين او يهوداه د قبيلو د سړو يوه ډله هغه قلعې ته لاړه چرته چې داؤد وو.
بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربانګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.
فلستيانو د فوجيانو يوه ډله ولېږله چې د مِکماس د درې حِفاظت وکړى.
نو ټول بنى اِسرائيليان خبر شول چې ساؤل فلستىے مشر وژلے دے او دا چې فلستيان ستاسو نه نور نفرت هم کوى. نو خلق راغونډ شول او په جِلجال کښې د ساؤل سره شول.
يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“
داؤد د جات ښار نه وتښتېدو او د عدولام ښار ته نزدې يو غار ته لاړو. کله چې د هغۀ وروڼه او نور خاندان خبر شو چې هغه هلته دے، نو هغوئ ورسره مِلاو شول.
نو داؤد د ساؤل سره هغه لوظ وکړو. نو ساؤل واپس کور ته لاړو او داؤد او د هغۀ سړى محفوظو ځايونو ته لاړل.