12 خو سمه په پټى کښې ټينګ شو، د دې حِفاظت يې وکړو او فلستيان يې ووژل. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله.
خو هغه ټينګ شو او د فلستيانو سره يې تر دې پورې جنګ وکړو چې لاس يې کار پرېښودو او خپلې تُورې له يې نۀ شو وروړلے. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. کله چې دا ختم شو، نو اِسرائيليان اِلىعزر له راواپس شول او د مړو دشمنانو نه يې زغرې وويستلې.
هغه د داؤد په ملګرتيا کښې د فسدميم په جنګ کښې د فلستيانو خِلاف وجنګېدو. کله چې بنى اِسرائيلو د فلستيانو نه تښتېدل شروع کړل نو هغه د اوربشو په يو پټى کښې وو،
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.
تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل، او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل، هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.
آس د جنګ د ورځې دپاره تيارولے شى، خو کاميابى د مالِک خُدائ په لاس کښې ده.