9 د هغۀ د سپېږمو نه لوګے راووتلو، او يوه تباه کوونکې لمبه او بل سکارۀ د هغۀ د خولې نه راووتل.
د هغۀ په وړاندې د برېښنا نه بلو سکارو لمبه وکړه.
د سمندر بېخ راڅرګند شو. او د زمکې بنيادونه راښکاره شول کله چې مالِک خُدائ خپل دشمنان ورټل او په غصه کښې په هغوئ باندې وغورېدو.
د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.
اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.
د هغۀ د پوزې او سپېږمو نه لوږې راووتل، بل سکارۀ ترې نه روان وو يروونکى لمبه يې د خولې راووتله.
د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.
وګورئ د مالِک خُدائ نوم د لرې ځائ نه راروان دے. هغه لوئ غضب او رُعب داب سره رانزدې کيږى. د هغۀ شونډې د غصې نه ريږدى، او د هغۀ وينا لکه د اور هر څۀ ايرې ايرې کوى.
ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.
زۀ به تاسو د دشمنانو په لاس يو داسې مُلک ته په غلامۍ ولېږم چې تاسو ته د هغې هيڅ پته نۀ وى. ځکه چې زما غصه د اور په شان رابله شوې ده او دا به د تل دپاره بليږى.“
نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ فرمائى، ”اے يرمياه، نو لکه څنګه چې دوئ داسې خبرې کوى نو زۀ هم خپل کلام ستا په خولۀ کښې لکه د اور په شان اچوم او دوئ نه خشاک جوړوم چې دوئ وسوزوى.
وبا د هغۀ نه مخکښې لاړه، او طاعون د هغۀ قدمونو پسې وو.
زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.
نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.