7 په تکليف کښې ما مالِک خُدائ ته چغه کړه، ما خُدائ پاک ته د مدد دپاره سوال وکړو. د هغۀ د کور نه هغۀ زما آواز واورېدو. د مدد دپاره هغۀ زما فرياد واورېدو.
نو بيا هغوئ په خپلو سختو کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، هغۀ بيا هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.
نو ما بيا د مالِک خُدائ په نوم چغه کړه، چې، ”اے مالِکه خُدايه ما بچ کړه.“
په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى،
په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.
د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.
مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.
بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،
ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.
کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده.
خو مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، پرېږده چې ټوله زمکه د هغۀ په حضور کښې خاموشه شى.“
او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.