Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 22:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 او هغه ما د خپل دشمن نه بچ کوى. اے مالِکه خُدايه، ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکړه او ما د ظالمانو سړو نه بچ کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 22:49
11 Iomraidhean Croise  

بيا هغه د ايتهوپيا غلام راورسېدو او بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، ستا دپاره ما سره يو زېرے دے، مالِک خُدائ تا له نن په هغه ټولو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے دے.“


نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرر کړے دے او د خپلو خلقو د خاطره يې خپله بادشاهى بختوره کوله.


اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه، او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته،


اے مالِکه خُدايه، ما د بدکارانو د لاس نه محفوظ کړه، او ما د ظالمانو نه بچ کړه، څوک چې زما د پښو ګېرولو دپاره منصوبې جوړوى.


څوک چې ما د خپلو دشمنانو نه بچ کوى. تا زۀ په خپلو دشمنانو باندې اوچت کړم، او تا زۀ د ظالمانو نه بچ کړم.


ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل، او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.


تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟ ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟


دا به په اوبو مَړې شى او د هغوئ اولاد به لکه د زياتو اوبو په شان وى. د هغوئ بادشاه به د اجاج نه لوئ وى، او د هغۀ بادشاهى به اوچته وى.


هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan