47 مالِک خُدائ ژوندے دے. زما د حِفاظت کوونکى ثناء صِفت دې وى. د هغه تکړه خُدائ پاک د لويئ اِعلان وکړئ چې هغۀ زۀ بچ کړم.
زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے. او د هغۀ سره په حِفاظت کښې يم. هغه ما د ډال په شان بچ کوى، هغه زما دِفاع کوى او بچ مې ساتى. هغه زما خلاصونکے دے، هغه زما ساتنه کوى او د زور ظلم نه مې بچ کوى.
زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى،
هغه به ما ته آواز وکړى چې، ”تۀ يې پلار زما، تۀ زما خُدائ پاک او د خلاصون ګټ يې زما.“
زۀ به هم هغه خپل مشر زوئ مقرر کړم، او هغه به په دُنيا کښې د ټولو بادشاهانو نه اوچت کړم.
مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمدوثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.
اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم،