39 زۀ هغوئ وغورزوم او هغوئ پاڅېدے نۀ شى، هغوئ زما د پښو لاندې پرېوتى وى.
تۀ ما له د جنګ دپاره طاقت راکوې او په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوې.
د سليمان د حُکم په مطابق هغوئ د مالِک خُدائ کور د بنياد دپاره ښائسته او لوئ کاڼى تيار کړل.
مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“
زۀ په خپل دشمن پسې شوم کړل مې ګرفتار، تر هغې واپس نه شوم ترڅو دوئ مې کړل تار په تار.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.
په هغه ورځ کله چې زۀ دا کار وکړم نو تاسو به بدعمله لکه د ايرو په شان د پښو لاندې کړئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
او هغوئ يشوَع ته راوستلے شول. يشوَع بيا د بنى اِسرائيلو ټول سړى راوغوښتل او هغه آفسرانو له يې حُکم ورکړو چې، ”راشئ او خپلې پښې د بادشاهانو په څټُونو باندې کېږدئ.“ او هغوئ ورله په څټُونو پښې کېښودې.