37 تا زما دپاره لار پراخه کړې ده، نو ځکه زما پښې کله هم نۀ دى ښوئېدلې.
هغۀ زۀ د خطرې نه راوويستلم هغۀ زۀ ځکه بچ کړم چې زما نه رضا وو.
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.
زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.
تا زما د پښو دپاره پراخه لاره جوړه کړله، ترڅو پښې زما ونۀ ښوئيږى هيڅکله.
نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“ نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.
کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې.
هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.