Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 22:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 دا خُدائ پاک دے، چې د هغۀ کارونه څومره مکمل دى، د هغۀ کلام څومره اعتبارى دے. هغه د ډال په شان دے د هغه هر چا دپاره دے چې څوک يې پناه لټوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 22:31
18 Iomraidhean Croise  

زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے. او د هغۀ سره په حِفاظت کښې يم. هغه ما د ډال په شان بچ کوى، هغه زما دِفاع کوى او بچ مې ساتى. هغه زما خلاصونکے دے، هغه زما ساتنه کوى او د زور ظلم نه مې بچ کوى.


تا ته پته ولګېده چې هغه ستا وفادار دے، نو تا د هغۀ سره يو لوظ وکړو. دا لوظ چې د کنعانيانو مُلک به ورکوې، د حِتيانو او اموريانو مُلک، د فرزيانو، يبوسيانو او جرجاسيانو مُلک، چې هغه به داسې يو مُلک وى چې د هغۀ اولاد په کښې اوسيږى. تا خپله وعده ځکه پوره کړه چې تۀ وفادار يې.


نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.


ستا کلام ډېر پاک دے نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى


د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې، لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې.


مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.


د خُدائ پاک لاره کامله ده، د مالِک وعده صحيح ده. د هر چا دپاره ډال دے څوک چې د هغۀ غواړى پناه.


زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.


خپل ډال زغره دې راواخله، راپاڅه او زما مدد له راشه.


زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته، خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه.


په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.


د خُدائ پاک هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغۀ کښې پناه اخلى.


ما ته پته ده څۀ چې خُدائ پاک کوى نو هغه د همېشه دپاره پاتې کېدونکى وى. په هغې کښې نۀ څۀ کمے کېدے شى او نۀ څۀ زياتے. او دا هر څۀ خُدائ پاک ځکه کوى چې خلق د هغۀ نه يريږى.


د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.


نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.


تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“


مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.


هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan