26 مالِکه خُدايه، تۀ د هغه خلقو سره وفادار يې چې څوک ستا وفادار وى، او چې څوک ښۀ وى نو تۀ د هغوئ سره ښۀ يې.
چې څوک صفا خلق وى نو تۀ د هغوئ سره صفا يې، خو تۀ د بدعملو سره سخت يې.
بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.