Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 22:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 او هغه ما له ځکه اجر راکوى چې هغه څۀ کوم چې صحيح وى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 22:25
8 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ ما له اجر راکوى ځکه چې زۀ هغه څۀ کوم چې څۀ حق وى، هغه ما له برکت راکوى ځکه چې زۀ بې‌ګناه يم.


سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار خپل خِدمت کوونکى داؤد ته همېشه ډېره مينه ښودلې ده او هغه په خپل تعلق کښې تا سره نېک، وفادار او صادق وو. تۀ هغۀ ته خپله لويه او نۀ بدلېدونکې مينه تر اوسه پورې ښائې چې هغۀ له دې يو زوئ ورکړو کوم چې د هغۀ په ځائ نن په تخت ناست دے.


کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟


نو د انسان په ټولو لارو د مالِک خُدائ نظر دے، او هغه په خپله د هغۀ د ټولو لارو څارنه کوى.


صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.


ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.


مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan