21 مالِک خُدائ ما له اجر راکوى ځکه چې زۀ هغه څۀ کوم چې څۀ حق وى، هغه ما له برکت راکوى ځکه چې زۀ بېګناه يم.
او هغه ما له ځکه اجر راکوى چې هغه څۀ کوم چې صحيح وى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې زۀ بېګناه يم.
سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار خپل خِدمت کوونکى داؤد ته همېشه ډېره مينه ښودلې ده او هغه په خپل تعلق کښې تا سره نېک، وفادار او صادق وو. تۀ هغۀ ته خپله لويه او نۀ بدلېدونکې مينه تر اوسه پورې ښائې چې هغۀ له دې يو زوئ ورکړو کوم چې د هغۀ په ځائ نن په تخت ناست دے.
نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هم هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بېګناه وى نو د هغۀ صفائى کوه.
خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.
دا ما ستا خِدمتګار ته خبرتيا راکوى، هغه څوک يې چې منى لوئ اجر ورکوى.
يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
مالِک خُدائ په خپله د قومونو عدالت کوى. تۀ زما د صداقت اعلان وکړه، زۀ بېګناه يم، اے لويه خُدايه.
کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے.