19 کله چې زۀ په تکليف کښې وم نو هغوئ په ما حمله وکړه، خو مالِک خُدائ زۀ بچ کړم.
هغۀ زۀ د خپلو زورَورو دشمنانو نه بچ کړم او د هغه ټولو نه چې زما نه يې نفرت کولو، هغوئ زما دپاره ډېر زيات طاقتور وُو.
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.