18 هغۀ زۀ د خپلو زورَورو دشمنانو نه بچ کړم او د هغه ټولو نه چې زما نه يې نفرت کولو، هغوئ زما دپاره ډېر زيات طاقتور وُو.
کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،
نو مالِک خُدائ د بره نه راورسېدو او زۀ يې ونيولم، هغۀ د ډېرو اوبو نه بهر راوويستلم.
کله چې زۀ په تکليف کښې وم نو هغوئ په ما حمله وکړه، خو مالِک خُدائ زۀ بچ کړم.
مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.
زما ټول ځان به ثنا وائى ستا، ”مالِکه خُدايه بل څوک دے لکه ستا؟ د زورَورو نه کمزورى څوک بچ کولے شى. حاجتمند او مسکينان څوک د شوکمارو نه بچ کولے شى؟“
دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم، خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.
خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.
خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېريهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.