Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 22:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو مالِک خُدائ د بره نه راورسېدو او زۀ يې ونيولم، هغۀ د ډېرو اوبو نه بهر راوويستلم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 22:17
12 Iomraidhean Croise  

هغۀ زۀ د خپلو زورَورو دشمنانو نه بچ کړم او د هغه ټولو نه چې زما نه يې نفرت کولو، هغوئ زما دپاره ډېر زيات طاقتور وُو.


اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،


د بره نه خپل لاس راوغزوه، ما ته تحفُظ او خلاصون راکړه، د زورَورو اوبو او د غېرو لاسونو نه،


د آسمانه يې خپل لاس کړلو راوږد او زۀ يې بچ کړم، زۀ يې د ډوبو اوبو نه رابهر کړم.


نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بې‌شکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.


کله چې دا ماشوم لږ لوئ شو نو هغې دا ماشوم د بادشاه لور له ورکړو او د بادشاه لور ماشوم خپل زوئ جوړ کړو. هغې د خپل ځان سره ووئيل، ”ما دا د اوبو نه راوچت کړے دے.“ نو موسىٰ نوم يې ورباندې کېښودو.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم.


بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan