14 بيا مالِک خُدائ د تندر په شان شو، او د خُدائ تعالىٰ آواز واورېدے شو.
تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟
تاسو به زما دپاره مقدسه ډله يئ او د اِمامانو په توګه به زما خِدمت کوئ.“ موسىٰ، تۀ به دا خبره بنى اِسرائيلو ته ورسوې.“
مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.
د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى.
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.
د آسمان نه ستورو جګړه کوله، څنګه چې هغوئ په آسمان کښې حرکت کولو، ستورو د سِسيرا خِلاف جګړه وکړه.
د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“
کله چې سموئيل نذرانه پېش کوله، نو فلستيان د حملې دپاره مخکښې ورغلل، خو بيا هم په هغه وخت مالِک خُدائ د هغوئ خِلاف د يو لوئ تندر په شان آواز وکړو. فلستيان دومره په وارخطايۍ آخته شول چې وتښتېدل.