11 هغه د وزرو والا په خپل مخلوق باندې تېز والوتلو، هغۀ د هوا په وزرو باندې سفر وکړو.
آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.
او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.
هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى. هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.
کۀ چرې زۀ د سبا په وزرو سور شم، کۀ چرې زۀ د سمندر په لرې غاړه اوسېږم،
والوتو هغه په وزرو والا مخلوق سور شولو، هغه د هوا په وزرو سور شولو.
د مالِک خُدائ جنګى ګاډۍ دى په سلګونو او زرګونو. مالِک خُدائ د سينا د غرۀ نه خپل مقدس ځائ ته راغلو.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
يو ورباندې په يو سر کښې او بل په بل سر کښې جوړ کړه نو چې دواړه د لوظ صندوق د کفارې د سر سره يوه ټُکړه شى.
بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو.
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟
نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.