Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 22:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 22:1
20 Iomraidhean Croise  

ناتن داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ هغه سړے يې. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ما تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړې او د ساؤل نه مې بچ کړې.


او هغه ما د خپل دشمن نه بچ کوى. اے مالِکه خُدايه، ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکړه او ما د ظالمانو سړو نه بچ کړه.


هم په هغه ورځ داؤد آسف او د هغۀ ليويانو له د مالِک خُدائ د ثناء صِفت کولو ذمه وارى ورکړه.


کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.


ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،


بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمد‌و‌ثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.


خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.


بيا موسىٰ حمد ووئيلو او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ورته غوږ اېښے وو.


مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين.


په هغه ورځ دبورې او د ابى‌نوعم زوئ برق دا حمد ووئيلو،


داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو.


مالِک خُدائ به اِنصاف وکړى او هغه به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. هغه دې مسئلې ته وګورى، زما حِفاظت دې وکړى او ما دې ستا د لاس نه بچ کړى.“


کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى.


لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“


خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan