دوېم سموئيل 21:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“ Faic an caibideil |
هغوئ د جبعه ښار نه د سماعه د زامنو د لوئ مشر اخيعزر او دوېم مشر يوآس د مشرۍ لاندې وُو. هغه فوجيان دا وُو: يزئيل او فِلِط چې د عزماوت زامن وُو، براکه او د عنتوت نه ياهُو، د جبعون اِسماعيه چې مشهور فوجى او د هغه دېرشو نه يو مشر وو، يرمياه، يحزىايل، يوحانان او د جديره يوزبد، العوزى، يريموت، بعلياه، سمرياه، سفطياه خروفى، القنه، يسياه، عزراېل، يوعزر او د قورح د قبيلې يسوبعام، د جدور د يروحام زامن، يوعيله او زبدياه.
بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،