21 هغۀ په اِسرائيليانو پورې خندا وکړه او د داؤد ورور د سِمعه زوئ، يونتن هغه ووژلو.
خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.
بيا په جات کښې يو بل جنګ وشو چې په کښې يو دېو وو چې د هغۀ د هر لاس او د هرې پښې شپږ شپږ ګوتې وې.
دا څلور د جات د دېوانو اولاد وو او داؤد او د هغۀ سړو دوئ وژلى وُو.
د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او د عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“
د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه،
د داؤد بادشاه ترۀ يونتن يو تکړه مشير او عالِم وو. هغه او د حکمونى زوئ يحىايل د بادشاه د زامنو د تعليم ذمه وار وُو.
يَسى بيا سِمعه راوستلو. نو سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دے هم نۀ دے خوښ کړے.“
زۀ وايم چې نن د بنى اِسرائيلو په لښکر کښې داسې څوک شته چې زما سره جنګ وکړى ما له داسې سړے راکړئ چې مونږ دواړه جنګ وکړُو.“
فلستيان په يو غر باندې ودرېدل او بنى اِسرائيليان په بل غر باندې ورته مخامخ ودرېدل، چې د دوئ په مينځ کښې وادى وه.
ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.